د امریکا دفاع وزارت: داعش ډله په افغانستان کې د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه شوي دي

American officials have reportedly confirmed that dozens of 'high value' ISIS prisoners were left behind during the US retreat from Syria.

American officials have reportedly confirmed that dozens of 'high value' ISIS prisoners were left behind during the US retreat from Syria. Source: Getty Images

د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو ویلي چې سیګار د هغه تورونو په اړه پلټنې پیل کړي چې ویل کیږي د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نغدو میلیونونو ډالرو سره له هېواد نه وتلي دی.


د دې اوونۍ د پای موضوع هم دا چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د هغو کسانو د جذبولو په لټه کې ده چې له طالبانو ناراضه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې لاهم داعش او القاعده ډله حضور لري او ممکن القاعده ډله د طالب مشرانو په غوښتنه غلې پاتې وي.

راپور کې داعش ډلې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره راغلي چې د تېر کال اکتوبر میاشتې راپدیخوا داعش له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې په دې لټه کې ده چې د ظالبانو مخالفان او د طالبانو له حکومته ناراضان خپلو لیکو ته راجذب کړي.

  • د افغانستان د بیاودانولو لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو ویلي چې سیګار د هغه تورونو په اړه پلټنې پیل کړي چې ویل کیږي د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نغدو میلیونونو ډالرو سره له هېواد نه وتلي دی. 
  • د هند صدراعظم نریندرا مودي د تیرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د یوې غونډې کوربه وه.
  • د پاکستان لومړی وزیر عمران اداعا کړې چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان نه لږ تر لږه دریو ترهګرو ډلو غړي د پاکستان خاورې ته را اوړي او د ده په وینا غواړي پاکستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي.
  • وسله والو طالبانو په قطر کې د اروپايي ټولنې له استازو سره ژمنه کړې چې ډیر ژر به د ټولو انجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
  • بریټانیا به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د یوې سرمشریزې کوربه وي چې په انلاین بڼه به ترسره شي.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now