مهم ټکي
- د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په یوه تازه راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله شاوخوا شپږ میلیونه خلک بي ځایه شوي دي.
- تېره اوونۍ د دوشنې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پښتنو قامي جرګې په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د حکومت په جوړیدو ټینګار وکړ.
- ټاکل شوې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د برتانیا په کوربتوب د راونې میاشتې په ۳۱ مه یو ناسته ترسره شي.
- امریکا بالااخره په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ وتړلې، خو په ملګرو ملتونو کې به د افغانستان د دایمي استازي دفتر چې په نیوریاک کې دی، لاهم فعاله وي.
- د وسله والو طالبانو حکومت کابینې په خپل یو تازه اقدام کې له افغانستان بهر شخصیتونو د راستنولو په موخه کمېسیون جوړ کړ.
- د دې اوونۍ د پای موضوع هم دا چې یو نوی راپور په ډاګه کړې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، په دې هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه دوبرابره زیاته شوی.





