د نیوکاسل د افغانانو کلتوري ټولنې د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه ونمانځله

Afghanistan's Independence Day - Newcastle.png

Credit: Supplied

د آسټرالیا په نیوکاسل ښار کې یو شمېر افغانانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کالیزه ونمانځله.


شاوخوا ۱۰۶ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۹مه نېټه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لخوا نمانځل کېږي.

د آسټرالیا د سېډني، ملبورن او اډېلېډ ښارونو ترڅنګ په نیوکاسل ښار کې مېشتو افغانانو هم د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه ونمانځله.
په نیوکاسل ښار کې د افغان کلتوري ټولنې (Afghan Cultural Association) سکرتر، شمس الرحمن ماموند وايي چې دغه غونډه د دوي له ټولنې سره په همغږۍ د نیوکاسل مېشتو ځوانانو او مشرانو لخوا نمانځل شوې او دا ورځ د دوي لپاره ځانګړې ارزښت لري.

هغه وايي: "دا ورځ ډېر اهمیت ځکه لري چې دا د ملي ویاړ، یووالی او خپلواکۍ نښه ده. په هېواد کې په بېلابېلو سیمو کې رسمي او فرهنکي مراسم ترسره کېږي.ولسي خلک هم په خپلو دودونو، نندارو او ویاړونو سره دا ورځ نمانځي."

"دا ورځې په افغانستان کې شاید کمرنګې شوې وي خو په آسټرالیا کې او په غربي هېوادونو کې موږ باید دې ته لا ډېر متوجه اوسېږو چې زموږ له نسلونو نه دا تاریخې ورځې هېرې نه شي، ورکې نه شي او خپل هویت ورک نه کړو او د افغانستان په تاریخ کې چې کومې زرینې ورځې دي، تاریخې شیبې دې هغه خپلو اولادونو او اینده نسلونو ته انتقال کړو."

لا ډېر معلومات د ښاغلي ماموند په غږیز پیغام کې اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service