د اګسټ د میاشتې ۱۹مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ له ورځې سره برابره ده. شاوخوا ۱۰۶ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګسټ د میاشتې په ۱۹مه نېټه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لخوا نمانځل کېږي.
د اډېلېډ ترڅنګ د آسټرالیا په سېډني، ملبورن او کنبرا ښارونو کې مېشت افغانان هم په پام کې لري ترڅو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کالیزه ونمانځي.
سېډني
د سېډني په لیورپول سیمه کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د جمعې په ماښام (د اګسټ په ۲۲مه) نمانځل کېږي.
د دغو مراسمو یو تن تنظیمونکی، نصیر شفق وايي چې دا په "سېډني کې لومړنی ځل دی" چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په لویه کچه نمانځل کېږي.
هغه وايي: "دا وړیا پروګرام دی، د تکټ اخیستلو ته اړتیا نشته او هر افغان کولی شي په دې مراسمو کې برخه واخلي."
"غوښتنه مې له ټولو سېډني مېشتو افغانانو څخه ده چې راشي په دې پروګرام کې برخه واخلي او دا پرواګرام له موږ سره کامیاب کړي."
ملبورن
په ملبورن کې هم د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د جمعې په ماښام (د اګسټ په ۲۲مه) نمانځل کېږي.
په آسټرالیا کې د افغان ځوانانو د ټولنې مشر، ډاکټر عجب نور صمیم وايي چې په وېکټوریا کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د سپرنګ ول په سټي هال (Springvale City Hall) کې نمانځل کېږي.
په آسټرالیا کې د افغان ځوانانو ټولنه په تېرو څو کلونو کې هر کال د افغانستان د خپلواکۍ ورځ نماڼځي.
ډاکټر عجب نور له ټولو آسټرالیا مېشتو افغانانو په دغو مراسمو کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
کنبرا
د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت په کنبرا کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت له افغانانو څخه غوښتي ترڅو د ملي بېرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړي.
په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه مراسم د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د اګسټ ۲۴مه) د سفارت په انګړ کې ترسره کېږي.
سفارت لیکلي: "دا غونډه یوه غوره موقع ده چې د دې تاریخي ورځې درناوی وکړو او د افغانستان له ولس سره، په ځانګړي ډول له هغو زړورو ښځو او نجونو سره چې د آزادۍ، عدالت، انساني کرامت او بشري حقونو په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي، د جګړې او ترورېزم له قربانيانو او د هېواد له ناڅرګندو اتلانو سره د ملاتړ او پيوستون غږ نړۍ ته ورساوو. "
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت د نوي زیلنډ د اګلنډ د افغانانو ټولنه هم په پام کې لري ترڅو د خپلواکۍ په مناسبت غونډه جوړه کړي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.