افغانان: د امریکا دا پرېکړه د هغو میلیونونو افغانانو په حق کې جفا ده چې همدا اوس لوږې او بي وزلۍ سره مخ دي

Children beg for alms from commuters on the street in Kabul, Afghanistan.

Children beg for alms from commuters on the street in Kabul, Afghanistan. Source: Getty Images/AFP

راونه اوونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه اجرائیوي فرمان صادر کړ.


د امريکا ولسمشر جو بايډن په اجرائیوي فرمان کې راغلي چې د افغانستان د مرکزي بانک، د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالر به د افغانستان د ولس د ګټې لپاره ولیږدول شي او پاتې ۳.۵ ملیارده به يې د امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پرېکړه نه وې شوي.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اجرائیوي فرمان په هکله د سپینې ماڼې په اعلامیې کې راغلي چې د فرمان هدف دا ده چې دغه پیسې پداسې یوې طریقې د افغانستان ولس ته ورسیږي چې د طالبانو او نورو ناوړه عناصرو لاسته ورنشي.

خو د امریکا د ولسمشر جوبایډن دې پرېکړه په کور دننه او بهر کې د افغانانو په ګډون د نورو بشر حقونو مدافعينو کلک غبرګونونه راپارولي.

یو شمیر افغانان د امریکا دا پرېکړه د هغو میلیونونو افغانانو په حق کې جفا بولي چې همدا اوس لوږې او بي وزلۍ سخت ځپلي دي.

ددغه شمیر افغانانو په وینا، د سپټمبر ۱۱مې پیښه کې هیڅ افغان ښکیل نه وه او دا پېښه افغانانو پورې هیڅ تړاو نلري.

دوی زیاتوي چې د یادې پیښې وروسته نړۍ کې تر ټولو ډیر متضرر شوی او قربانی شوی هېواد افغانستان دی او دا شتمني د یوولسم سپتمبر د پیښې د عاملینو شتمني نده او نه باید دغو متضررینو ته ورکړل شي.

د افغانانو نظرونه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now