دې ډلې له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راپدیخوا د هغو لسګونو ښځو د سفر مخه ونیوله چې ِغوښتل يې له هوايي ډګر څخه د الوتکو په مرسته د افغانستان ولایتونو او یا هم بهر ته سفر وکړي.
دوی همدارز پارکونو ته د ښځو او سړیو ورځې هم بیلې کړې او د دې ترڅنګ يې ځینو وزارتونو ته د هغه دولتي کارکونکو د تګ مخه ونیوله چې ږیره يې وړې وي او یا يې هم کالي مناسب نه ول..
دوی ښځو ته دا سپارښتنه هم وکړه چې د سیل ځایونو ته د ورتک پرمهال هم شرعي حجاب مراعات کړي.
خو دغه تازه اصول یو شمېر افغانانانو ته د وسله والو طالبانو لومړۍ واکمنۍ ورپه یادوي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې هغه وخت پر خلکو لګول شوي ول.
د طالبانو د لومړنۍ واکمنې پر مهال د موسیقۍ اوریدل منع وه، ښوونځیو ته د نجونو تګ ته اجازه نه وه، ښځو کار نه شوی کولای، ښځو له محرم پرته سفر نه شوی کولای، ټلویزیونونو نشرات نه درلودل او یوازې دولتي راډیو فعالیت کاوه.
که څه هم وسله والو طالبانو له بیا واکمنیدو سره ویلي و چې د خپلې لومړۍ دورې په پرتله دوی بدله شوي دي او هغه پخواني طالبان نه دي.
خو اوس چې د طالبانو له بیا واکمنیدو څه باندې ۷ میاشتې کیږي دغه ډله خپل محدودیتونه د هرې ورځې په تېریدو پر خلکو په تېره پر ښځو او انجونو لاپسې سختوي چې د ډیرو افغانانو په باور طالبان بېرته د خپلې لومړۍ واکمنۍ دورې ته ورګرځي.
یو شمېر افغانان وايي، که څه هم دا ځل فکر کیده چې ښايي طالبان د خپل تېر حاکمیت خلاف ډیر سخت دریځه ونه اوسي، خو د دوی په وینا د امر بالمعروف وزارت وروستیو فرمانونو ته کتو د دوی دا باور ناسم ثابت شو.
بشپړ رپوټ واورئ.



