د انجونو د لېسو د بیا بندولو پریکړې ته غبرګون کې ځيني افغانان وايي طالبان ندي بدل شوي

دختران دانش‌آموز افغانستان

Source: AAP, EPA

افغانستان کې د وسله والو طالبانو حکومت چې ژمنه يې کړې وه، د وري درېیمه به په یخو سیمو کې ټولې نجونې ښوونځیو ته پریږدي، خو دې ډلې د خپلې ژمنې برخلاف د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو ډډه وکړه.


د چهارشنې په ورځ د افغانستان د پلازمینې کابل په ګډون ټولو سړیو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانستل شو، خو تر شپږم ټولګي پورته د انجونو ښوونځي تر څو ساعتونو وروسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د طالبانو حکومت له دې اقدام اخیستو وروسته وویل، چې دا پرېکړه يې ځکه کړې ترهغه چې له شریعت او افغاني دود او دستور سره سم طرح چمتو شوې نه وې.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکي زیاته کړې چې له تېرو پنځوـ شپږ میاشتو راهېسې يې پر دې طرح کار کړي او د طالبانو حکومت مشرتابه ته يې سپارلې، تر څو منظور يې کړي.

ویل کیږي د دې طرحې مهم ټګي د انجونو لپاره د ښوونځیو د درسي وختونو جلا کول او د انجونو لپاره د ښځینه ښوونکو ګمارل دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت دا پرېکړه په کوردننه او بهر له سختو انتقادونو سره مخامخ او غندل شوې.

د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو ، بریټانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا او ناروې حکومتونو دغه پرېکړه غندلې او له وسله والو طالبانو يې غوښتې چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

اخوا د طالبان دې پریکړې عام افغانان خواشینې کړي او فکر کوي چې طالبان هیڅ بدل شوي نه دي او د خپلې لومړنۍ دورې تګلارو ته ادامه ورکوي.

کابل څخه د رحيم الدين اورياخيل رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now