طالبانو واکمنۍ وروسته ډير شمير پاکستانيانو هم په افغانستان کې خپل کارونه له لاسه ورکړي

Pak-Afghan border

Pakistan and Taliban flags are seen on their respective sides near Friendship gate at a border crossing point in Chaman, Pakistan. Source: AP

د طالبانو واکمنۍ وروسته زرګونو هغو کسانو چې خپل دندې له لاسه ورکړي ځيني پکې پاکستاني وګړي هم دي کومو چې افغانستان کې له کلونو راهيسې دندې ترسره کولې.


د طالبانو واکمنۍ وروسته ځيني پاکستانيان وايي، سختتو شرايطو له امله يې په افغانستان کې خپل کارونه له لاسه ورکړي.

افغانستان يو وخت د ډير شمير پاکستاني ګار کوونکو کور وه چيرې چې لسګونه او سلګونه پاکستانيان بيلابيلو برخو کې په دندو بوخت ول.

عبدالخالق ۲۰۱۱ کال څخه تر طالبانو واکمنۍ پورې افغانستان کې سبق ورکاوه او وايي، افغانستان کې پاکستاني وګړو لپاره د کار ښه فرصت شتون درلود.

نوموړی واييي، افغانستان کې خپل کار له لاسه ورکولو وروسته يې له ډير تجربې او تمې سره پيښور کې ډيرو پوهنتونو ته غوښتنليک ورکړی ولې مثبت ځواب يې نده ترلاسه کړی.

بله خوا پاکستانيان په افغانستان کې بيلابيلو صنعتونو کې پانګونې کړي او کاروبارونو کې بوخت ول.

مهران افريدي چې افغانستان کې يې د سمنټ او تکې کاروبار درلود طالبانو واکمنۍ وروسته يې هر څه پريښودل او بيرته پاکستان ته ستون شو.

نوموړی وايي، د بانکونو سقوت وروسته د نوموړي په شمول ډير کاروباريان اغيزمن شول.

تاسو ته مو د ځينو پاکستاني کاريګرو چې افغانستان کې يې کار درلود خبرې کړي او د هغوی غږونه مو تاسو ته راخيستي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now