په یوه تازه پرمختګ کې د پاکستان د امنیت شورا په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې ده. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې په سیمه کې یو لړ مرګونې حملې وشوې چې ګڼو ملکي وګړو او امنیتي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د امنیت شورا غونډه د پاکستان امنيتي وضعیت باندې د بحث لپاره وشوه چې پکې دا یادونه وشوه چې سیمه د ترهګرو د فعالیتونو په مرکز بدله شوې ده.
د دغه وضعیت په رڼا کې د امنیت شورا پوځ ته لارښوونه کړې چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.
پوځ ته لارښوونه شوې چې یو پراخ عملیات پیل کړي چې د ترهګرو پټنځایونه او د هغوی د ملاتړ شبکې په نښه کړي.
د پاکستان د پارلمان او پښتون ژغورنۍ غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د ياد اعلان په غبرګون کې ويلي، قبايلي ولسونه د تيرو پوځي عملياتو له امله لا اوس هم بې کوره او بې ځايه وه او نور قبايلي سيمې د جګړې توان نه لري.
د پاکستاني طالبانو تحريک سره د پاکستان د حکومت هوکړو ته د ناکامی په سترګو ليدل کيږي او د پارلمان غړی علي وزير وايي چې د ناکامې هوکړې عاملين بايد مجازات شي.
د قبايلو مشرانو هم د پوځي عملياتو خلاف يوه جرګه ترسره کړه.
قومي مشر حاجي بسم الله خان اس بي اس پښتو ته وويل، تيرو پوځي عملياتو له وجې زرګونه خلک لا اوس هم بې کوره دي.
تاسو ته مو يادې مسلې په اړه د قبايلي مشرانو او نورو غږونه راخيستي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.
———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



