افغانستان کې نږدې هره اوونۍ یو کس ځان وژنه یا خودکشي کوي

انیسه

انیسه می‌گوید زندگی او با کشته شدن شوهرش در یک حمله انتحاری دگرگون شد و با آمدن طالبان کاملاً از هم پاشید. Credit: Jawed Rostapoor

افغانستان کې د ځان وژنې په پېښو کې په بې سارۍ توګه زیاتولي راغلي.


واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې بې کاري زور اخیستی، ډیري ځوانانو او نجونو چې پخوا يې دندې درلودې اوس وخت کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له سخت فقر او غربت سره مخ شوي، چې له همدې امله زیاتره ځوانان په قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته مخ کړې او یو شمېر نور چې فقر او بې وزلۍ تر ستوني راوستي د ځان وژنې هڅه کوي.

همدې چارې ته په کتو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ځان وژنې په پېښو کې په بې سارۍ توګه زیاتولي راغلي او نږدې هر اوونۍ د افغانستان په سیمه ییزو رسنیو کې د انجونو او هلکانو او ځینې مواردو کې د پاخه عمر لرونکو کسانو د ځان وژنې راپورونه خپریږي.

که څه هم په دې اړه کره شمېره نشته چې د طالبانو بیا راتګ وروسته څومره کسانو په افغانستان کې په ځان وژنې لاس پورې کړی خو په دغه هېواد کې د یوه خصوصي ټلویزیون د موندنو پر بنسټ په تېر یو کال کې د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۳۴۷ کسانو په ځان وژنې لاس پورې کړي چې له دې منځه ۶۰ تنو يې خپل ژوند ته د پای ټګی ايښودلی دی.

دغې خصوصي رسنۍ دخپلو موندنو په پاېله کې، د افغانستان بدخشان ولایت د ځان وژنې د ۲۵۱ دوسیو په لرلو سره ددې نوملړ په سر کې راوستی وه.

ددغو موندنو پر اساس د ځان وژنو په پېښو کې د هلکانو پر پرتله د نجونو شمېر زیات ښودل شوی وه.

بې وزلي، بیکاري او کورنۍ تاوتریخوالی تر ډیره په افغانستان کې د ځان وژنې د پېښو د زیاتیدو عمده لاملونه ښودل کیږي.

ارواپوهان بیا وايي، په افغانستان کې راون ګرګیچن اقتصادي او سیاسي وضعیت دغه ناخوالې غوښیتې کړې چې ورسره دځان وژنې یا خودکشي ګراف هم لوړ شوی.

پر يادې مسلې بشپړ جوړ شوی رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now