په افغانستان کې د زده کړو یو فعال غواړي په کلیوالو سیمو کې وړیا کتابتونونه جوړ کړي

1dd67267-b070-4368-bd8c-2b798b02f5f4.jfif

Credit: Supplied

د زده کړو فعال وزیر خان په داسې حال کې د کتابتونو د راټولو کمپاین پیل کړی چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیل ته د کوتو په شمار ورځې پاتې دي خو لا هم نه ده معلومه چې ایا د طالبانو حکومت به له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي او که نه؟


په افغانستان کې د زده کړو یو فعال د کتابونو راټولولو یو کمپاین په لاره اچولي تر څو له دغه لارې د افغانستان په هغو لارو پرتو او کلیوالو سیمو کې وړیا کتابتونونه جوړ کړي چېرته چې خلک زده کړو ته لاس رسي نلري.

د زده کړو دغه فعال وزیر خان نومیږي چې د نن ماشوم په نوم یو ګرځنده ښوونځی هم لري چې په هغه کې لسګونه زده کوونکو ته وړیا زده کړي ورکوي.

وزیر خان له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کتابتونونه نشته په همدې اساس غواړي هلته کتابتونونه جوړ کړي ترڅو انجونې او هلکان پکې مطالعه وکړي.

نوموړي وویل، له دې کار څخه یواځنې يې موخه د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا او زده کړو ته د خلکو هڅول دي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now