'ګرځنده ښوونځی': یوه افغان ځوان لسګونه ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده

Mobile School for children in Afghanistan.jpg

یوه افغان خوان لسګونه ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

وزیر خان، داسې مهال وړیا ښوونځی جوړ کړی چې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښځو د نورو بندیزو ور اخوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي او له هغه وروسته یي له تېرو شاوخوا اته میاشتو راهیسي د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پرمخ وتړلې.


د افغانستان د پلازمینې په ختیځ لرې پرته خاک جبار ولسوالۍ کې چېرته چې پخوا هلته د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو کومه زمېنه نه وه برابره د تعلیمي ډګر یو فعال د نن ماشوم په نوم د یوه ګرځنده ښوونځې په جوړولو سره لسګونه زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمېنه برابره کړې ده.

د تعلیم دغه فعال وزیر خان نومیږي چې له تېر یو کال راپدېخوا يې د نن ماشوم په نوم یو ګرځنده ښوونځی جوړ کړی او شاوخوا زرو زده کوونکو ته په کې په وړیا توګه زده کړي ورکوي

د وزیر خان له لوري جوړ شوی ښوونځی ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې کله یو او کله بل ځای د درس ویلو لپاره سره راټولیږي.

په دغو زده کوونکو کې د نجونو او هلکانو سربېره معلول ماشومان هم شته چې لیري ځایونو څخه د خپل روښانه راتلونکې لپاره زده کړو ته راځي.
د نن ماشوم ښوونځی چې اوسمهال درې ټولګي لري، پنځه مضامین سیرت النبي، پښتو، دري، انګلیسي او د وینا والي فن پکې تدریسږي.

د تعلیم فعال او نن ماشوم ګرځنده ښوونځې بنسټګر وزیر خان وايي، دا ورته ګرانه و چې د سیمي ماشومان يې له زده کړو پرته له نامعلوم برخلیک لرلو سره رالوی شي، نو په همدې اساس یي په خپله سیمه کې د یاد ښوونځی د جوړولو هود وکړ.

نوموړي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، له دې کار څخه يې موخه په افغانستان کې نجوني او هلکان په مساوي توګه له زده کړو برخمن کېدل او په علمي ډګر کې په ځان بسیاینې ترڅنګ د ګاونډیو له احتیاج څخه خلاصون دی.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service