Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

عوامي نيشنل ګوند د بې درکه کسانو لپاره د پاکستان بيلابيلو ښارونو کې مظاهرې وکړې

ANP protest in KPK

پاکستان کې پښتانه له حکومت څخه غواړي ترڅو دې بې درکه شوي زرګونه کسان پيدا او محکمې ته وړاندې کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستان کې پښتانه له حکومت څخه غواړي ترڅو دې بې درکه شوي زرګونه کسان پيدا او محکمې ته وړاندې کړي.


د پاکستان پښتنو ميشتو سيمو کې داسې ادعاوې کيږي چې زرګونه کسان بې درکه کيږي او پر حکومت غږ کوي ترڅو دې ورک کسان محاکمو ته وړاندې کړي.

د پښتنو سياسي او هم مدني ګوندونو پدې وروستيو کې د بې درکه شوو کسانو حق غوښتنې مبارزه پيل کړې او له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

عوامي نيشنل ګوند د فبرورۍ ۲۲ نيټه د بې درکه کسانو په نوم ونوموله او هر کال به ياده ورځ لمانځي.

ځينو پښتنو له اس بي اس پښتو سره خبرو دوران کې وويل، د دوی ځوانان د امنيتي کسانو لخوا له کوره وړل کيږي بيا دوی محکمو ته نه وړاندې کيږي او کلونو مودې لپاره لا درکه دي.

د بې درکه کسانو کورنۍ وايي، ورک شوي کسان دې محاکمو ته وړاندې کړي که پرې جرم ثابت شي نو زنداني دې کړي او بې ګناه ثابت کيدو سره دې خوشې کړي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي د بې درکه کسانو له ځينو کورنيو غړو سره خبرې کړي چې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now