ایا تاسو سور، تور او ژېړ بیرغ لیدلی چې د اسټرالیا د بیرغ ترڅنګ رپیږي؟ دا بیرغ د اسټرالیا د ابوریجنل خلکو بیرغ دی. د اسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې مو د ابوریجنل خلکو د بیرغ تاریخ ته کتنه کړې ده.
مهم ټکي:
- اسټرالیا یو رسمي ملي بیرغ لري، خو درې بیرغونه په رسمیت پېژني.
- د ابوریجنل خلکو بیرغ د هغوی له ځمکې، ټولنې او کیسو سره تړاو څرګندوي.
- دا بیرغ لومړی ځل د ۱۹۷۱ کال د جولای په ۱۲مه په اډېلېډ کې د ځمکې د حقونو په یوه احتجاج کې پورته شو.
- په ۱۹۹۵ کال کې، د اسټرالیا حکومت دا بیرغ په رسمیت و پېژنده.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





