د اسیا کپ د کرېکټ سیالیو درېمه لوبه د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې افغانستان سریلانکا ته په ۹۱ منډو ماته ورکړه او دوهم پراوو ته یې لاره ومونده.
د اسیا کپ د کرېکټ سیالۍ د روانې میاشتې په ۱۵ نېټه پیل شوي او د سپتمبر د میاشتې تر ۲۸ نېټې به په متحده عربي اماراتو کې دوام ولري. افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سریلانکا و ګټله خو د پنجشنبې په ورځ به دوهمه لوبه له بنګلدیش سره ترسره کړي او تر هغې وروسته به له هند او پاکستان سره هم لوبې ولري.
د اسیا کپ سیالیو په اړه لا ډېر معلومات په راپور کې واورئ.
شریکول





