شنوونکي: بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو بريد پړه بايد د افغانستان پر ځای پر ايران واچول شي

Pak-Afghan border

Pakistan and Taliban flags are seen on their respective sides near Friendship gate at a border crossing point in Chaman, Pakistan. Source: AP

افغانستان کې د طالبانو واک ته رسيدو سره پر پاکستان امنيتي کسانو بريدو ډير شوي او دا بريدونه ډيره کې بلوچستان، خيبر پښتونخوا، او قبايلو کې ترسره کيږي.


پاکستان کې پر امنيتي کسانو بريدونه ډير شوي، پاکستاني چارواکو د يادو بريدونو تر شا د د افغانستان پخواني حکومت او د هند استخباراتو لاس لرلو ادعا کوي.

پر پاکستاني امنيتي کسانو د پاکستان تحريک طالبان او د بلوچستان ازادي غوښتونکو لخوا بريدونه ترسره کيږي.

سياسي چارو شنوونکي او خبريال عقيل يوسفزي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو کې وويل، افغانستان کې د طالبانو واک ته رسيدو سره د پاکستان تحريک طالبانو مورال اوچت شوی.

د ازادي غوښتونکو پلوچانو بريدونه بيا ډيره کې له طالبانو توپير کوي او سياسي شنوونکي وايي، د يادې ډلې لخوا د بريدونو پړه پر افغانستان اچول له حقيقت لرې خبر ده.

آزادي غوښتونکي بلوچان په ډيره کې افغانستان کې ريښې نه لري او نه هم تيرو وختونو کې يې کومې مرستې ترلاسه کړي، ولې د ښاغلي عقيل په وينا، بلوچانو لپاره ايران تر ټولو نږدې دی او ډير ملاتړ له ايران څخه لري، نو ځکه د بلوچو پر مسلې د افغانستان پر ځای له ايران سره خبرې وشي.

پاکستاني چارواکو له افغانستان اسلامي امارت څخه د تحريک طالبان پاکستان سره خبرو کې مرسته غوښتې، ولې دا مهال اسلامي امارت د دايش اورپکې ډلې له ستر خطر سره مخ دی او ويل کيږي چې افغان طالبان پر پاکستاني طالبانو ډير فشار اچولو توان نه لري.

د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ خبرې روانې دي ولې د ياد خبرو پايلې او يا جزيات لا تر اوسه ندي خپاره شوي.

پاکستان کې ورستيو بريدونو پر مسلې مو پاکستان کې سياسي چارو شنوونکي او خبريال عقيل يوسفزي سره مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now