د پاکستان او اسټراليا ترمينځ د کريکټ لومړی ټيسټ لوبه مساوي پای ته ورسيده او دويمه ټسټ لوبه نن پيل شوه.
د ۲۰۲۱ کال سپتمبر مياشت کې د نيوزليند لوبډله چې پاکستان ته لوبو لپاره تللې وه وروستيو شيبو کې د امنيتي مسايلو له امله له پاکستان څخه ووتله او لوبې لغوه شوې.
د نيوزيليند هيواد يادې پريکړې په پاکستان کې د نړيوالو لوبو ترسره کيدو خوب يو ځل ناکامه او پاکستان يو ځل بيا د امنيتي ستونزو ښکار شو.
د اسټراليا او پاکستان لوبډلو ترمينځ ټيسټ، يو ورځنۍ او ۲۰ اوريزې لوبې ترسره کيږي او يادې لوبې به راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ کې ترسره شي.
پيښور کې د سپورت برخې پوهان بيا وايي، خيبر پښتونخوا ايالت لا تر اوسه داسې يو نړيوال معياري لوبغالی نه لري چې د نړيوالو لوبو کوربه شي.
د سپورت برخې کار پوه رضا افريدي وايي، نړيوالې لوبې بايد لاهور او کراچۍ پورې محدود نه وي.
د ښاغلي افريدي په وينا، خيبر پښتونخوا کې ډير داسې استعدادونه دي چې که چيرې ورته منظم کرکټ اکاډمي پرانيستل شي نو کولی شي ملي لوبډلې ته لا ډير لوبغاړي ورکړي.
تر اوسه د پاکستان ملي لوبډلې ډيري لوبغاړي له نورو غير پښتنو ښارونو څخه وي او يوازې د ګوتو په شمير پښتانه لوبغاړي ملي لوبډله کې ځای پيدا کوي.
بشپړ رپوټ واورئ.





