ولې د اسټراليا ملي ورځ تل له جشنو او مظاهرو سره مل وي؟

How did Australia Day originate?

A print from a painting showing Captain James Cook (1728 - 1779) taking possession of New South Wales, taken from the collection of the Philosophical Institute Source: Hulton Archive/Getty Images

د اسټراليا ملي ورځ هر کال د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه ټول اسټراليا کې لمانځل کيږي او ياده ورځ ټول اسټراليا کې رخصتي وي. ولې بله خوا بومي اسټراليايان او د هغوی ملاتړي بيا پدې ورځ پراخې مظاهرې کوي.


آيا پدې ورځ د انګليسانو لومړۍ کښتۍ اسټراليا ته رسيدلې؟

نه داسې نده.

لومړي ځل لپاره له يادې نيټې څخه يوه اونۍ وړاندې د انګليسانو کښتۍ چې پکې سړي سپاره ول د سيدني ښار بوتاني بی سمندرغاړې ته ورسيدل، هغه مهال هغه ځای ورته مناسب ښکاره نشو او اوس چې سيدني هاربر په نامه مشهوره سيمه ده دوی دې سيمې ته راغلل او ميشت شول.

د ۱۷۸۸ کال جنوری مياشت په ۲۶ نيټه همدې راغلو انګليسانو د سيدني ښار کوف سمندرغاړه کې په رسمي ډول د اسټراليا خاوره د انګلستان خپلواکه خاوره اعلان کړه.

د سيدني ښار استعمار لومړيو وختو کې د جنوری ۲۶ د "رسيدو لومړی ورځ"يا د 'بنسټ ورځ' تر نامه لاندې لمانځل کيده ولې بيا نورو ايالتونو کې هر يو يې يادې ورځ ته جلا نوم ورکاوه او دا ورځ يې لمانځله.

په کال ۱۹۳۵ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا ټولو ايالتونو ياده ورځ د اسټراليا ورځ ونوموله او له هغې نيټې راهيسې دا ورځ د اسټراليا ورځ په نامه په ټول اسټراليا کې لمانځل کيږي.

په کال ۱۹۹۴ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا ملي ورځ په ټول اسټراليا کې رخصتي اعلان شوه.

ولې دا ورځ ځينو لپاره د ماتم ورځ ده؟

ااصل کې دوه اسټراليا شتون لري. يو د بومي اسټراليايانو لخوا دا خاوره له ۵۰،۰۰۰ کلونو راهيسې نيول شوې او دوی يې اصلي اوسيدونکي دي ولې بله خوا په کال ۱۷۸۸ کې دا خاوره د انګليسانو لخوا مستعمره جوړه شوه.

Watu washiriki katika maandamano ya "siku ya uvamizi" kwenye siku kuu ya Australia mjini Melbourne 26 January, 2018.
Watu washiriki katika maandamano ya "siku ya uvamizi" kwenye siku kuu ya Australia mjini Melbourne 26 January, 2018. Source: Getty

ځينو بومي اسټراليايانو لپاره د هغوی خاوره د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه د انګليسانو تر يرغل وروسته بدله شوه او دا ورځ ځکه د ماتم ورځ ده چې د انګليسانو يرغل وروسته  ډير شمير بومي اسټراليانو باندې ظلمونه وشول، د هغوی ټولوژنې وشوې، له هغوی ځمکې واخيستل شوې او ټولنې له يې زور زياتي سره مخ شوی.

د بومي اسټراليايانو نسلونه ترې غلا شول چې دا ټولې پيښې د اسټراليا تاريخ کې ثبت شوي او ورته د تورې دورې په نظر کتل کيږي.

په کال ۲۰۰۸ کې لومړي ځل لپاره د اسټراليا پخواني لومړي وزير کيوين راډ په رسمي ډول د اسټراليا له بومي خلکو څخه د حکومت تاريخي تيروتنو او ظلمونو لپاره يې بښنه وغوښته

همدا وجې دي چې ځينو لپاره د اسټراليا ملي ورځ د ماتم او د يرغل ورځ معنی لري.

مونږ بايد دا هير نه کړو او دا زمونږ د تاريخ برخه ده.

لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۳۸ کې د بومي اسټراليايانو يوه ډله خلک سره راټول شول او د اسټراليا ملي ورځ يې د ملي ماتم ورځ په توګه ولمانځله.

يادې غونډې جوړونکي جاک پاتين وويل، " مونږ ځکه راټول شوي يو ترڅو د سپين پوټکو لرونکو کسانو لخؤا تيرو ۱۵۰ کلونو کې ترسره شوي ظلمونو خلاف غږ پورته کړو"

په کال ۱۹۸۸ کې لومړي ځل لپاره زرګونه بومي او غير بومي کسانو پراخ لاريونونه وکړل او د اسټراليا ورځ يې د يرغل او ماتم ورځ ونوموله.

اسټراليا کې ځيني ځايي شوراګانې بومي اسټراليايانو ته درناوي لپاره د تابعيت مراسم د جنوری مياشت په ۲۶ نيټه نه ترسره کوي.

 

دا او نور معلومات رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now