اسټراليا يوازينی هيواد دی چې په افغانستان کې خپل جنګي جنايتونو د ادعاوو پلټنه کوي، آيا نور يې هم بايد وکړي؟

NZ DEFENCE DEPARTURE AFGHANISTAN

RNZAF C-130 landing to bring home the last group of NZ Defence Force personnel in Bamyan, Afghanistan. Afghani interpreters who helped New Zealand soldiers in Bamyan are set to arrive in New Zealand next week, shortly after the last group who served in Bamyan arrive back home. Source: AAP / CPL SAM SHEPHERD/PR IMAGE

د اسټراليا حکومت لخوا د خپلو ځينو پوځيانو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنې هر کلی شوی او دا د قربانيانو کورنيو لپاره د انصاف پر لور مهم ګام بلل شوی.


اسټراليا د نړۍ هغه يوازينی هيواد دی چې په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت دوران کې د خپلو ځيني پوځيانو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنه کوي.

د افغانستان تيره شل کلنه جګړه چې د نړۍ يو له خونړيو جګړو ګڼل کيږي، په ياده جګړه کې ښکيل غاړې د عامو خلکو په وژنه تورن دي.

د افغانستان تير ۲۰ کالو جګړه کې د ملګي وګړو مرګ ژوبلې او ځورولو ډيره پړه پر طالبانو اچول کيږي او د بشر حقونو ادارو تل د داسي جنايتونو ډير شمير طالبانو ته منسوب کړی، ولې بله خوا جګړه کې ښکيلو هيوادونو بيا خپلو پوځيانو خلاف د کوم جنګي جنايت ادعا نده پلټلې او لدې سره قرباني شوې کورنۍ لا اوس هم د انصاف او عدالت ترلاسه کولو په تمه دي.

اسټراليا کې ميشت سياسي چارو شنوونکی او د اسټراليا افغانانو ملي شورا مشر ښاغلي محب اقبال له اس بي اس پښتو سره خبرو پر مهال وويل، د اسټراليا حکومت لخوا خپل پوځيانو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټل، اصل کې قرباني شوو کسانو ته عدالت ورکولو په معنی ده.

Mohib Iqbal, political activist and president of the Afghan Australian National Council
Source: Supplied

ښاغلي اقبال زياته کړه، د اسټراليا دا ګام جګړې ټولو ښکيلو اړخو ته هم لار هواروي چې افغانستان کې جنګي جنايتونو محکمې دايرې شي ترڅو د ټولو جنايتونو پلټنه وکړي.

Zabihullah Mujahid, Taliban spokesman, talks with journalists during a press conference in Kabul, Afghanistan, 17 August 2021.
Zabihullah Mujahid, Taliban spokesman, talks with journalists during a press conference in Kabul, Afghanistan, 17 August 2021. Source: EPA

اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وويل، که اسټراليا نور ورته جنګي جنايونو ادعاوو پلټنه کول غواړي، طالبان د هغوی امنيت په برابرولو کې مرسته کوي.

د يو سوال په ځواب کې ښاغلي مجاهد وويل، که يوه بې طرفه محکمه جوړه او افغانستان ۲۰ جګړې ټولو جنګي جنايتونو پلټنه وشي اسلامي امارت چمتو دی همکاري وکړي او ځواب ووايي.

افغانستان کې د اسټراليا ځينو پوځيانو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو مسله مو لا ډير جزياتو کې له ښاغلي محب اقبال سره څيړلې، لا ډير نور معلومات په مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now