ويکټوريا ايالت کې په پښتو ژبه د اسټراليا تابعيت د ازموينې تياري پروګرام

Australian Citizenship

Source: AAP

د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو لپاره بايد په انګليسي ژبه يوه ازموينه ترسره شي، ولې له بهر څخه راغلي کسان چې په انګليسي ژبه نه پوهيږي له يو لړ ستونزو سره مخ کيږي.


اسټراليا ته د يو کډوال او يا مهاجر په توګه راتګ او بيا اسټراليا کې ميشتيدنې يو مهم ګام د اسټراليا تابعيت ترلاسه کول وي.

اسټراليا کې ژوند پيلولو سره کله چې په شرايطو برابر شئ نو بيا د تابعيت ازموينې لپاره نوم ليکنه کوئ او له اسنادو وړاندې کولو او ازموينه کې برياليتوب وروسته تاسو ته د اسټراليا تابعيت درکول کيږي.

د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولو وروسته بيا تاسې د اسټراليا پاسپورټ ترلاسه کولی شئ او هم ددې حق ترلاسه کوئ چې ټاکنو کې رايه ورکړئ.

د اسټراليا تابعيت ازموينه په انګليسي ژبه ده او ډيره کې هغه کسان چې عمرونه يې ډير وي او په انګليسي ژبه ښه نه پوهيږي بيا ددې ازموينې په ورکولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي.
ملبورن ښار کې ميشته شيرين افغان ميرمنو ته په ځانګړي ډول پښتنو ميرمنو لپاره د تابعيت ازموينې تياري زده کړه ورکوي.
اس بي اس پښتو سره په مرکه کې اغلې شيرين وايي، پښتنې کورنۍ ډيره کې زړه نه ښه کوي ترڅو خپل ميرمنې د تابعيت ازموينې لپاره يادو زده کړو مرکزونو ته وليږي او له بده مرغه داسې پښتنې ښځې هم په اسټراليا کې شته چې له ۱۰ يا ۱۵ کلونو راهيسې د اسټراليا تابعيت پرته ژوند کوي او له پاسپورټ او نورو اسانتياوو بې برخې دي.

د تابعيت ازموينې زده کړې پروګرامونه وړيا دي او تاسې خپل ځايي ټولنو څخه لا ډير معلومات ترلاسه کولی شئ چې ځنګه په يادو زده کړو پروګرامونو کې برخه واخلئ.
له اغلې شرين سره پر يادې مسلې بشپړه مرکه واورئ.


——————————————————-


زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service