د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ کې د نوو افغان لوبغارو لاسليک کيدل

BBL New Afghan players.jpg

افغان کريکټ دوه نوي لوبغاري فضل حق فاروقي او اظهارالحق نويد چې په اسټراليا کې ځايي کريکټ کلبونو سره راتلونکي داخلي ليګ کې لوبيدو لپاره قرارداد شول

د نړۍ دويم لوی کريکټ ليګ په اسټراليا کې پر مخ اچول کيږي چې هرکال زرګونه مينه وال لوبغالو ته ځي او خپل ځايي لوبډلو په زړه پورې لوبې ګوري.


د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ چې پر BBL يا بيګ باش ليګ مشهوره دی د نړۍ دويم ستر ليګ دی چې هر کال ډيسمبر څخه تر فبروری مياشت په اسټراليا کې پر مخ اچول کيږي.

د هند داخلي کريکټ ليک (IPL ) وروسته BBL دويم ستر سوداګريز ليګ دی.

د اسټراليا کريکټ ليګ کې د هر کال په تيريدلو سره لا ډير افغان لوبغاړو سره قراردادونه لاسليک کيږي او هغوی ته پدې ليګ کې لوبيدو چانس ورکول کيږي.

Renegades
The Melbourne Renegades have won the BBL final after a stunning Melbourne Stars batting collapse. (AAP) Source: AAP

په وروستيو دوه نوو قراردادونو کې د افغانستان تيز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي او ورو توپ اچونکی اظهارالحق نويد ځايي لوبډلو سره يوځای شول.

د اسټراليا سيډني ښار کې ميشت کريکټ لوبغاړی حميد خيرخواه چې له سيډني تندر لوبډلې سره همکار پاتې شوی.

ښاغلي خيرخواه له اس بي اس پښتو سره په مرکه کې د اسټراليا داخلي کريکټ ليګ (BBL) او هم د افغان لوبغارو په همدې ليګ کې لوبيدو په تړاو خبرې کړي.

د ښاغلي په وينا افغان لوبغاړي د ځينو نورو بهرنيو لوبغاړو پر پرتله په ډير شمير کې د اسټراليا ليګ کې لوبيږي.

د اسټراليا دوه ځايي لوبډلو هر يو سيډني تندر او سيډني سيکسرز لومړي ځل لپاره افغان لوبغاړي لاسليک کړل.

سږ کال سيالو کې فضل الحق فاروقي سيډني تندر او اظهارالحق نويد سيډني سيکسرز سره لوبيږي.

د يادو لوبغارو ترڅنګ راشد خان اډيليډ سټرايکرز او مجيب الرحمن ملبورن رينيګيډ سره.

د سږ کال بيګ باش لوبې د ډيسمبر مياشت ۱۳ څخه پيل تر فبرورۍ مياشت ۴ نيټې پورې دوام کوي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now