اسټراليا کې ۹۹ سلنه ماشومان او ۹۶ سلنه لويان کافي اندازه ترکاري نه خوري او له نيمايي ډير نفوس چاغان دي

Diets high in sugar, fat and salt and sugary beverages are a risk factor for multiple health conditions, including obesity.

Diets high in sugar, fat and salt and sugary beverages are a risk factor for multiple health conditions, including obesity. Source: iStockphoto

.اسټراليا کې د نوو شميرو له مخه د چاغانو شمير په لوړيدو دی او ورځ تر بلې اسټراليايان چاغۍ سره تړلو بيماريو باندې مبتلا کيږي


اسټراليا کې د نوو شميرو له مخه د چاغانو شمير په لوړيدو دی او ورځ تر بلې اسټراليايان چاغۍ سره تړلو بيماريو باندې مبتلا کيږي.

د اسټراليا روغتيا ادارې نوو شميرو له مخه ويل شوي چې اسټراليا کې ډير شمير کسان غوښې خوري او لږ شمير يې بيا ترکاري خوري.

ددې خوراک توپير او يا ويلی شو چې اسټراليا کې د ډيرو کسانو خراب خوراک ددې باعث شوی چې يو خو اسټراليا کې چاغي ډيره شي او بل دا چې اوس د هغو کسانو په شمير کې هم ډيروالی راغلی کوم چې يا خو د خوږې يا شکر بيماري لري او يا نورې داسې بيمارۍ لري کوم چې د ډير وزن لرلو سره تړلي وي.

چاغي او يا د خوراک ترزالعمل دا دوه برخې دي چې د اسټراليا روغتيا ادارې په نوې څيړنه کې بيلابيل نظرونه ښودلي.

The Australian Health Report کې ويل شوي چې اسټراليا کې سړي تر ۸۰،۴ کلنو پورې ژوند کولی شي يعنې ۸۰ کاله او څلور مياشتې.

 او رپوت وايي چې ښځې بيا۸۴.۶ کلونه عمر کولی شي. يعنې ۸۴ کاله او ۶ مياشتې.

لدې شميرو سره  اسټراليا د OECD  هيوادو په کتار کې دريم ځای خپل کړی.

پدې معنی چې اسټراليا کې خلک ډير عمر ژوند کوي.

اسټراليا کې د زړه ناروغي د نارينوو وژنې تر ټولو لوی عامل ګڼل کيږي او بيا ښځو لپاره د مړينې تر ټولو لوی عامل د Dementia او alzhemer ناروغي ده.

اسټراليا کې د روغتيا اداره وايي چې زمونږ نورې موندنې ځوروونکې دي.

اسټراليا کې ۹۹ ماشومان او ۹۶ سلنه لوريان په کافي اندازه يا ټاکل شوی اندازه ترکاري نه خوري.

همدا وجه ده چې نيمايي اسټراليايان اوږدمهاله ناروغي لري، لکه شکر، سرطان د زړه ناروغي او داسې نور..

پدې اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service