د اسټراليا په ګډون د نړۍ ستر اقتصادي هيوادونه دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي ځکه د قيمتونو لوړوالی، پر انرژۍ سکتور د روسيې او اوکراين جګړې منفي اغيزې او د کرونا وبا دوران کې د کاروبارونو د فعاليت کډوډيدل هغه وجې دي چې ټوله نړۍ دا مهال حالت کابو کولو او نورمال کولو باندې بوخت دي.
اسټراليا کې د قيمتونو لوړوالي (انفلاسيون) کنټرول لپاره د اسټراليا ريزرف بانک پرلپسې ۹ ځله د سود نرخ لوړ کړ ترڅو خلک وهڅوي چې خپل لږښتونه کنټرول کړي يا په بله معنی لږې پيسې مصرف کړي.
اسټراليا کې د پوهنتون پخوانی استاد او اقتصاد پوه امير خان له اس بي اس پښتو سره په مرکه کې وويل، يوه خوا اسټراليا کې ډيرو خلکو کارونه ترلاسه کړي او د بې کارۍ کچه راټيټه شوې او بيا بله خوا د توکو او خدماتو نرخونه لوړ شوي.
د اسټراليا ريزرف بانک د نرخونو کنټرول لپاره د سود نرخ لوړ ساتلو پر هغو کورنيو اقتصادي فشار ډير کړی چې له بانکونو څخه يې د کورونو لپاره پور اخيستی او کورونو پور ورکړه اوس په لوړ سود سره کوي.
د اسټراليا او نړۍ اقتصادي حالت او شته ننګونې به ستاسو پر ژوند کومې اغيزې ولري، پدې اړه د اقتصاد پوه ښاغلي امير خان بشپړه مرکه واورئ.
——————————————————-
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې
ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.
تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





