د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غواړي چې د سولې له وروستیو فرصتونو ګټه واخلي او د خبرو میز ته کيني.
د دغې شورا چارواکي وايي، د سولې له پروسې سره د طالبانو په یو ځای کېدلو او د ترهګرۍ د ريښو په وچېدو سره به، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته هم زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پدې وروستیو کې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره پرته له کوم قید او شرطه، د سولې خبرو ته چمتو دی.
پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.






