په آسټرالیا کې له ۵۰ زرو څخه زیات ښاري پارکونه شتون لري.
آسټرالیایان خپل پارکونه د مختلفو موخو لپاره کاروي. دغو شنو ځایونو ته خلک د مېلې، تمرین، پکنیک، کباب پخولو، ملګرو سره د ټولنیزو غونډو او بېلابېلو نورو موخو لپاره ورځي.
جویل جانسن د سیډني د ښاري شورا د شنووالي او تفریحي ځایونو مدیر دی. هغه وايي، په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې د عامه شنو ځایونو مسؤلیت د ایالتي حکومت او نورو ادارو کډ کار دی. مګر د ښاري پارکونو مدیریت معمولاً د ښاري شوراګانو پر غاړه دی، په کومه سیمه کې چې پارک موقعیت لری.

هغه وايي، هر محلي حکومت او شورا خپل قوانین لري. تاسو به په اصل کې دا یو شان ومومئ، مګر دا په دې پورې تړلې چې تاسو له کوم ځای څخه لیدنه کوئ او هلته ممکن مختلې مسئلې واوسېږي. نو ډېره مهمه ده ترڅو قوانین له خپلې شورا سره چک کړئ.
ښاغلی جانسن وايي، د ښار پارکونه د خلکو د کورونو د انګړ په څېر دي او هلته داسې لوحې شته چې خلک تشویقوي ترڅو دغو ځایونو ته احترام وکړي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


