SKIP TO MAIN CONTENT

په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی | د اسټرالیا چارې په اصل کې څوک پر مخ وړي؟

[JPG]_How-Australia-Works_Ep1.jpg
Artwork and Design: Francisco Ortiz Lozano and Yudai Urushima

ایا پوهېږئ چې د سوداګرۍ د جواز، د کور کرایې د ستونزې یا د کورنۍ د ملاتړ لپاره له چا مرسته وغواړئ؟ د فېدېل، کارول او عبیر د کیسو له لارې زده کړئ چې د اسټرالیا د حکومت درې کچې څنګه کار کوي. ومومئ چې سیمه ییز حکومتونه، ایالتي او فدرالي حکومت د کومو چارو مسوولیت لري او د اړتیا پر مهال د مرستې لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړئ.


خپور شوی په

By Josipa Kosanovic

سرچینه: SBS



Skip to podcast episode content

ایا پوهېږئ چې د سوداګرۍ د جواز، د کور کرایې د ستونزې یا د کورنۍ د ملاتړ لپاره له چا مرسته وغواړئ؟ د فېدېل، کارول او عبیر د کیسو له لارې زده کړئ چې د اسټرالیا د حکومت درې کچې څنګه کار کوي. ومومئ چې سیمه ییز حکومتونه، ایالتي او فدرالي حکومت د کومو چارو مسوولیت لري او د اړتیا پر مهال د مرستې لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړئ.


په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو د څرنګوالي پوډکاسټ په لومړۍ برخه کې، فېدېل غواړي خپل کاروبار پیل کړي، کارول هڅه کوي د کور د کرایې یوه شخړه هواره کړي او عبیر د خپلې کورنۍ د روزنې پر مهال ملاتړ ته اړتیا لري. د دوی کیسې دا روښانه کوي چې د اسټرالیا د حکومت درې کچې څنګه ستاسو پر ورځني ژوند اغېز کوي او ولې په دې پوهېدل مهمه دي چې کومه اداره، د کومې چارې مسووله پر غاړه لري.

د دې لړۍ ټولې برخې په خپله ژبه دلته موندلی او اورېدلی شئ

په راتلونکې برخه کې: پوه شئ چې پارلمان، اجرائیوي حکومت او محکمې د اسټرالیا د قوانینو په جوړولو او پلي کولو کې څه رول لري او دا هم وګورئ چې که د یوې جریمې پر وړاندې اعتراض وکړئ، نو بهیر یې څنګه پر مخ ځي.

په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو د څرنګوالي پودکاسټ دلته په ۶۰ ژبو د لاسرسي وړ دی. دا لړۍ په نورو ژبو هم دلته اورېدلی شئ.

همکاران:

"په اسټرالیا کې چارې څنګه پر مخ ځي" د اس بي اس اډیو او "اسټریلیا اکسپلیڼ" پوډکاسټ دی.

وړاندې کوونکی: اېل-فریش د لاین

څېړنه او ژورنالېزم: ګونزالو اګیرېګومېزکورتا

غږیز ډیزاین، مکس، اصلي موسیقي او د لړۍ موسیقي: اېل-فریش د لاین

د قانون او مدني چارو سلاکار: ډاکټره جاسینتا ساسین، د وېسټرن سیډني پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ

هنري بڼه او ډیزاین: فرانچېسکو اورتیز او یودای اوروشیما

لیکنه، جوړونه او تولید: یوسیپا کوسانویچ

د اسټرالیا پېژندنې اېډېټره: روزا ګېرمین

د اس بي اس اډیو د ښوونیزو او بنسټیزو خدمتونو مشره: جېنین ګوګن

موږ د اسټرالیا د ټولو هغو سیمو دودیزو مالکینو ته درناوی وړاندې کوو چې تاسو په کې دغه پوډکاسټ اورئ.

موږ د بومي خلکو پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته درناوی وړاندې کوو او د اسټرالیا ابوریجنل او د تورس تنګي د ټاپوګانو اوسېدونکي د دې هېواد د لومړنیو خلکو په توګه پېژنو او درناوی یې کوو.

په دې پروګرام کې د اسټرالیا د پارلمان له موادو څخه ځینې اقتباسونه کارول شوي دي. د دغو موادو د نشر حقونه د اسټرالیا د کامن ویلت حکومت پورې اړه لري. دا مواد د کریېټیو کامنز جواز (Creative Commons licence) له مخې او د اړوندو شرایطو په رعایت سره کارول شوي دي.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now