په اسټرالیا کې حکومت، قوانین او عامه خدمات ستاسو پر ورځني ژوند څه اغېز لري؟ د رښتینو کیسو له لارې، د دې لړۍ په پېژندنه کې به واورئ چې کله معلوماتو او ملاتړ ته اړتیا لرئ، له کومه ځایه پیل وکړئ او د یوې پرېکړې په اړه څنګه پوښتنه یا اعتراض کولی شئ.
په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو د څرنګوالي د پوډکاسټونو لړۍ د اسټرالیا د حکومت، قوانینو او مدني ګډون د درک لپاره یوه عملي لارښود ده چې د کډوالو او څو ژبیزو ټولنو په پام کې نیولو سره تولید شوی دی.
دا لړۍ د روښانو توضیحاتو او رښتینو کیسو له لارې د اسټرالیا د حکومت درې کچې، پارلمان، اجرائیه قوه، د محکمو رول او دا چې قوانین څنګه جوړېږي او بدلېږي، تشریح کوي.
همداراز، دا لړۍ ښيي چې څنګه پوښتنې وکړئ، خپلې اندېښنې مطرح کړئ او خپل نظر څرګند کړئ.
د دې لړۍ ټولې برخې په خپله ژبه دلته موندلی او اورېدلی شئ
په راتلونکې برخه کې: پوه شئ چې د حکومت کومه کچه د هغو خدمتونو مسؤلیت لري چې تاسو یې هره ورځ کاروئ.
په اسټرالیا کې د چارو د پرمخ وړلو د څرنګوالي پودکاسټ دلته په ۶۰ ژبو د لاسرسي وړ دی. دا لړۍ په نورو ژبو هم دلته اورېدلی شئ.
همکاران:
"په اسټرالیا کې چارې څنګه پر مخ ځي" د اس بي اس اډیو او "اسټریلیا اکسپلیڼ" پوډکاسټ دی.
وړاندې کوونکی: اېل-فریش د لاین
څېړنه او ژورنالېزم: ګونزالو اګیرېګومېزکورتا
غږیز ډیزاین، مکس، اصلي موسیقي او د لړۍ موسیقي: اېل-فریش د لاین
د قانون او مدني چارو سلاکار: ډاکټره جاسینتا ساسین، د وېسټرن سیډني پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ
هنري بڼه او ډیزاین: فرانچېسکو اورتیز او یودای اوروشیما
لیکنه، جوړونه او تولید: یوسیپا کوسانویچ
د اسټرالیا پېژندنې اېډېټره: روزا ګېرمین
د اس بي اس اډیو د ښوونیزو او بنسټیزو خدمتونو مشره: جېنین ګوګن
موږ د اسټرالیا د ټولو هغو سیمو دودیزو مالکینو ته درناوی وړاندې کوو چې تاسو په کې دغه پوډکاسټ اورئ.
موږ د بومي خلکو پخوانیو او اوسنیو مشرانو ته درناوی وړاندې کوو او د اسټرالیا ابوریجنل او د تورس تنګي د ټاپوګانو اوسېدونکي د دې هېواد د لومړنیو خلکو په توګه پېژنو او درناوی یې کوو.
په دې پروګرام کې د اسټرالیا د پارلمان له موادو څخه ځینې اقتباسونه کارول شوي دي. د دغو موادو د نشر حقونه د اسټرالیا د کامن ویلت حکومت پورې اړه لري. دا مواد د کریېټیو کامنز جواز (Creative Commons licence) له مخې او د اړوندو شرایطو په رعایت سره کارول شوي دي.

![[JPG]_How-Australia-Works_Ep0.jpg](https://assets.sbs.com.au/dims4/default/9a0f61e/2147483647/strip/true/crop/3200x1800+0+0/resize/1280x720!/quality/90/?url=https%3A%2F%2Fsbs-au-brightspot.s3.ap-southeast-2.amazonaws.com%2F8f%2F15%2F83a000db458f9fc153fde8cde907%2Fjpg-how-australia-works-ep0.jpg&imwidth=1280)
![[JPG]_How-Australia-Works_Ep1.jpg](https://assets.sbs.com.au/dims4/default/d1d4da1/2147483647/strip/true/crop/3200x1800+0+0/resize/1280x720!/quality/90/?url=https%3A%2F%2Fsbs-au-brightspot.s3.ap-southeast-2.amazonaws.com%2Fe9%2F46%2F56cf4ff54074a36476e0bcb73e13%2Fjpg-how-australia-works-ep1.jpg&imwidth=1280)

