Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان پښتنو ميشتو سيمو کې نا امني او هدفي وژنې يو ځل بيا ډيرې شوي

IS

پاکستان کې يو ځل بيا د پښتنو وينې تويدو خطر ډير شوی.


خپور شوی په

By SBS Pashto

وړاندې کوونکی Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


پاکستان کې يو ځل بيا د پښتنو وينې تويدو خطر ډير شوی.


پاکستان کې په پښتنو ميشتو سيمو کې د وسله والو فعاليت ډير شوی او يو ځل بيا د پښتنو وينې تويدو ويره ډيره شوې.

پاکستان کې د عوامي نيشنل ګوند غړی او د مخالفو ګوندونو وياند ميا افتخار حسين په يوې جوړې شوې غونډې کې وويل، حکومت بايد پښتنو ميشتو سيمو کې د ترهګرو فعاليت مخه ونيسي او داسې نشي چې طالب ورکولو لپاره زرګونه پښتانه ووژل شول او همداسې نورو ډلو لپاره يو ځل بيا پښتانه قرباني شي.

ښاغلي زياته کړه، دپاکستان پنجاب کې د ترهګرو ۷۰ ځايونه شتون لري چې حکومت يې پر وړاندې هيڅ ګام نه پورته کوي.

Mia Iftikhar Hussain
Source: ANP

غونډې ته د عوامي نيشنل ګوند د خيبر پښتونخوا ايالت مشر ايمل ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پارلمان استازې نيول په کله وغندل.

ښاغلي وويل، له پښتنو سره توپيري چلند کيږي او که حکومت دا چلند بدل نه کړي نو پښتانه به هم توپيري چلند غوره کړي.

تاسو مو د پښتنو مشرانو غږونه او انديښنې راخيستي چې دا ټول په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now