د خیبر پښتونخوا انځورګران وايي، د خپلو هنرونو د نندارې لپاره ځانګړی ځای نلري ترڅو وکولای شي خپل هنرونه د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړي. د پیښور او عبد الولي خان پوهنتونونو، د هنرونو د څانګې زده کړیالان غوښتنه لري ترڅو دوی ته د خپلو هنرونو د نندارې لپاره زمینه برابره شي. پدې اړه لا ډېر معلومات (مالومات) د اسلام ګل افریدي په راپور کې واورئ.
شریکول





