دغه بریدونه چې د خوست ولایت په سبرې او ټنیو سیمو کې په وزیرستانی ګډوالو او دغه راز په کونړ ولایت کې وشوې، له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله وواښته.
له دغو پیښو وروسته پر خواله رسنیو ګڼو افغانانو دې بریدونو ته تند غبرګونونه ښودلي او د پاکستان پر ضد يې لاریونونه ترسره کړل.
په دې ډله کې يې یو شمېر هغوی وايي، چې پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په نقض کولو او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته په نه درناوي سره په افغانستان کې دننه عام ولسي خلک په نښه او بمبار کړي.
دوی له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه، د عامو ولسي خلکو په نښه کول او یا هم پر هغو ړندۍ بمبارۍ بشري ضد جنایت ده او پاکستان د یادو بریدونو په تر سره کولو سره نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي.
خو په دې منځ کې یو شمېر افغانانو بیا د طالبانو پر حکومت په نیوکې سره وايي، چې ولې يې د پاکستان د بریدونو په اړه نرم دریځ خپل کړي دی.
دوی د دا ډول بریدونو پر وړاندې د ورته عمل غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غواړي چې په دې اړه غلي پاتي نشي او په پاکستان دې فشار راوړي چې د ورته بریدونه مخه ونیسئ.
د پاکستان یاد بریدونو د عامو خلکو سربېره د افغانستان د پخوانیو حکومتي چارواکو او نړیوالو له سختو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ او خوست ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو بریدونو په کلکه غندلي او هغه يې د نړیوالو اصولو خلاف عمل، د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه او د بشریت ضد جنایت بللی دی.
هغه پر پاکستاني حکومت غږ کړی څو په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره، چې افغانان يې له کلونو راهیسې قرباني دي، په خپلو پالیسو او کړنو کې بدلون راوړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي یوناما هم دغه پېښه غندلې او پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې ملکي وګړي باید هېڅ کله هدف ونه ګرځول شي.
د افغانانو غبرګونونه مو تاسو ته په رپوټ کې ځای کړي، بشپړ رپوټ واورئ.



