د طالبانو له لوري د امنیت ټینګښت له ادعا سره سره کابل کې ورځ تر بلې د غلا پېښې په ډیریدو دي

Kabul Mandawe

Credit: Fardin Waezi, UNAMA

د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې په دې وروستیو کې غلاوې او د نامسووله وسله والو شتون په یوه جدې ننګونه بدله شوې ده. ښايې دا څه نوې خبره نه وي ځکه د تېر جمهوري نظام پرمهال هم کابل میشت اوسیدونکي د غلاوو او نامسووله وسله والو له شتون په تنګ راغلي ول اما تمه دا وه چې د طالبانو له راتګ سره به وسله والي غلاوي ختمې شي کوم څه چې هسې ونشول او لاهم دا لړۍ راونه ده.


د کابل ښار د بېلابېلو سیمو ځینې اوسیدونکي ادعا کوي، چې په دې ښار کې د پخوا په پرتله شوکې او غلاوې زیاتي شوي دي.

دوی وايي، په کابل ښار کې د وسله والو غلاوو پېښو اندېښمن کړي او وسله وال غله د وسلې په زور له خلکو موټرې، موبایلونه او پیسې اخلي.

له ورته پېښو سره مخ یو کس چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې يې نوم خپور شي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه ، چې دوه میاشتې وړاندې کله چې له کوره څخه دفتر په لور راون و په لاره کې وسله والو کسانو د وسلې په زور موټر ورڅخه یوړو.

نوموړي وویل، که څه هم امنیتي ځواکونو ته يې پر وخت اطلاع ورکړه خو د تېرو دوه مېاشتو په تېرېدو لا يې د موټر کوم څرګ نه دي معلوم شوی.

هغه زیاته کړ، فکر يې کاوه چې د طالبانو راتګ سره به د غلاوو کچه راټېټه شي خو په خبره يې داسې ونه شول.

د کابل ښار ځینې نور اوسیدونکي هم ورته اندېښنه لري.

دوی له اس بي اس راډیو سره خبرو کې وویل، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سېمو کې د غیر مسوول وسله والو ګرځېدل او وسله والې غلاوي ډیرې شوي او غله د وسلې په زور له خلکو موټرې، موبایلونه او پیسې اخلي.

له دې ټولو سره سره د کابل امنیه قومنداني بیا وايي، چې په دغه ښار کې د پخوا په پرتله وسله والې غلاوې په بېسارې ټوګه کمې شوي دي.

د کابل ښار امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران اس بي اس راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونو په تېره یو میاشت کې لسګونه هغه غیر مسوول وسله وال نیولي او د قانون منګلو ته يې سپارلي چې پخوا يې کابل ښار کې فعالیت ترڅنګ د ښارې نظم ګډوډولو او وسله والو غلاوو کې یې لاس درلود.

کابل څخه تاسو ته بشپړ رپوټ لرو چي لينک کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now