آيا اسټراليا ميشتي افغانان روژې مياشت کې ډير خيرات ورکوي؟

Hadia Foundation

Source: Hadia Foundation

د روژې مياشت رارسيدو سره د خيراتونو او صدقو راټولولو هڅې ګړندۍ شوي او ډير مسلمانان په ځانګړي ډول افغانان پدې مياشت کې د بې وزلو لاس نيسي.


افغانستان دا مهال له ستر اقتصادي ناورين سره مخ دی، ډير افغانان بې کاره او د خيرات ټولونکو شمير ورځ تر بلې زياتيږي.

افغانستان کې د خلکو ستونزو ته رسيدو لپاره ګڼ شمير بهر ميشتو افغانانو د مرستو رسولو چارې چټکې کړي او ډيره کې بې وزلو افغانانو سره خوراکي توکو بيړنۍ مرستې کيږي.

اسټراليا کې د هديه خيريه بنسټ له کلونو راهيسې په افغانستان کې له بې وزلو افغانانو سره په بيلابيلو برخو کې مرستې کوي.

Mahir Momand, Hadia Foundation
Source: Supplied

د ياد بنسټ مشر ماهر مومند وايي،  هديه خيريه بنسټ په اسټراليا کې د روژې مياشت دوران کې د لا ډيرو مرستو راټولولو شاهده ندی ولې افغانستان کې اقتصادي ناورين ته ځواب کې ډيرو افغانانو سره لاسونه ورکړي او بيلابيلو لارو څخه مرستې رسوي.

د هديه خيريه بنسټ لخوا افغانستان کې بې وزلو سره د غذايي موادو، د سترګو وړيا عمليات، موبايل کتابتون، د پاکو اوبو څا ګانې، ميرمنو باندې ويټامينو ويشل شامل دي.

Hadia Foundation
Source: Supplied

ښاغلی مومند وايي، د روسيې او اوکراين جګرې له وجې افغانستان ته د نړيوالو پام کم شوی چې دا ټوله کې بدې پايلې لري.

هديه خيريه بنسټ تر اوسه ۱۰۰۰-۱۵۰۰۰ افغان کورنيو سره د خوراکي توکو بيړنۍ مرستې کړي.

داچې تاسې څنګه مرسته کولی شئ او خپل مرسته شوې پيسې څنګه بيرته د ماليې دفتر څخه ترلاسه کولی شئ، دا او نور معلومات پدې مرکه کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now