آيا مونږ ټولنيزو رسنيو پر سمې کارونې پوهيږو؟

addicted to the social media

...addicted to the social media Source: E+

ټولنيزې يا خواله رسنيو کارونې سره کوم مهم ټکي بايد په نظر کې ولرو او افغانان خپل کوم عادتونه بايد بدل کړي.


نړۍ کې که څه هم ټولنيزې رسنۍ د معلوماتو رسولو برخه کې مهم رول لوبوي ولې دا شبکې د ناسمو معلوماتو مرکز هم ګرځيدلی.

دا مهال نړۍ کې ۳.۶ ميليارده کسان ټولنيزې رسنۍ کاروي چې ډير له کاروونکو څخه فيسبوک تعقيبوي.

سيدني ښار کې ميشت جاويد نادر چې خپل ډاکټري هم ټولنيزې شبکې برخه کې ترلاسه کوي وايي، دا د معلوماتو عصر دی او نړۍ خلکو لپاره دوه ډوله رسنۍ معلومات رسوي چې يو پخواني رسنۍ لکه ټلويزيون، راډيو، ورځپاڼې او بل بيا ډيجيټال رسنۍ چې انلاين رسنۍ هم دي په پراخه کچه فعاليت کوي.

نوموړی وايي، د پخوانيو رسنيو او اوسني ډيجيټال رسنيو ترمينځ ستونزې د ګټو ويش پر سر دي.

Jawed Nadir
Source: Supplied

د آسټراليا د حکومت او ديجيټال شبکو لکه فيسبوک او ګوګل ناندری هغه وخت زور واخيست کله چې د اسټراليا پارلمان يو نوی قانون تصويب کړ د کوم له مخه چې فيسبوک او نورې شبکې اړ کيږي ترڅو د اسټراليايي رسنيو خبرونو او مطالبو شريکولو سره کومه ګټه چې ترلاسه کوي د هغې يوه برخه دې بيرته رسنيو ته ورکړي.

بله خوا فيسبوک لدې کار څخه ډډه کوي او د حکومت دې کار په غبرګون کې يې په اسټراليا کې د اسټراليايي رسنيو مطالبو خپريدل پر فيسبوک پاڼه بند کړل.

ټولنيزې رسنۍ يو خو د ناسمو معلوماتو خپريدو مرکز ګرځيدلی ولې که د اسټراليايي رسنيو خبرونه خپاره نشي نو دا ټولنې باندې منفي اغيز شيندلی شي.

د ښاغلي جاويد په وينا، فيسبوک په فرانسه او ځينو هيوادونو کې رسنيو مطالبو خپرولو لپاره هغوی ته پيسې ورکوي.

ښاغلی وايي، افغانان بايد ځانونه پدې عادت کړي چې خبر او معلومات له سمو منابعو ترلاسه کړي ځکه ټولنيزو رسنيو کې ناسم معلومات ډير خپاره کيږي.

د ټولنيزو رسنيو رول او زمونږ پر ژوند يې اغيزې له ښاغلي جاويد نادر څخه واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now