له سليم صافي سره د اس بي اس پښتو خپرونې ځانګړې مرکه

Salim Safi

Salim Safi Source: Salim Safi fb

.سليم صافی يو پيژندل شوې څيره او خبريال دی او پدې وروستيو کلونو کې دواړه افغانستان او پاکستان کې له سترو سياسي مشرانو سره يې ځانګړې مرکې هم کړي


سليم صافی چې دا مهال د پاکستان جيو ټلوزيون ته کار کوي او د جرګه پروګرام مخې ته وړي د هغې ترڅنګ جنګ ورځپاڼې ته هم ليکنې کوي.

سليم صافی د پاکستان، افغانستان او سيمې له سياست سره پوره اشنا دی او دا يې ورځنۍ کاري برخه ده ترڅو يادو برخو باندې رپوټونه جوړ کړي او هم پروګرامونه مخې ته يوسي. ولې د اس بي اس ځانګړې مرکه کې له هغه څخه د هغه شخصي نظر د هغه ژوند او په سيمه کې روانو حالاتو په اړه اخيستل شوی چې ځيني داسې څرګندونې يې کړي کوم چې کيدای شي لومړي ځل لپاره يوه پښتو رسنۍ يې په ځانګړي ډول خپروي.

سليم صافی په خپله مرکه کې خپل ژوند، سيمه کې سياسي لوبه، د پښتنو حال او راتلونکی او هم د هغو ستونزو ته د حل لار او د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه يې خپل شخصي نظر شريک کړی.

تاسې د ښاغلي سليم صافي بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now