د ځينو اسټراليايي پوځيانو لخوا افغانستان ماموريت دوران کې ادعا کيږي چې جنګي جنايتونه ترسره شوي.
دا موضوع هغه مهال يو ځل بيا د خبرونو سر ټکي جوړ کړل، کله چې د اسټراليا تر ټولو لوړ رتبه پخوانی سرتيري په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو په وژلو تورن شو.
اس بي اس پښتو خپرونې د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد سره يوه ځانګړې مرکه ترسره کړه ترڅو افغانستان کې جنګي جنايتونو پلټنې لپاره د طالبانو دريځ روښانه کړي.

په مرکه کې ښاغلي مجاهد وويل، طالبان د اسټراليا پلټونکو امنيت لپاره ډاډ ورکوي او دا په يو شرط چې که چيرې دوی عادلانه پلټنې کوي.
ښاغلي مجاهد دا هم وويل، طالبان دې ته چمتو دي چې يوه بې طرفه نړيواله پلټنې اداره جوړه او په افغانستان کې تير ۲۰ کلن جګړې ټول جنګي جنايتونو پلټنه وکړي.
د ښځو تعليم سوال په ځواب کې ښاغلي مجاهد وويل، لګول شوی بنديز لنډمهال دی او د عامو افغانانو او علماوو رضايت وروسته ښوونځي پرانيستل کيږي.
په ترسره شوې ځانګړې مرکې کې لا نور ډير څه پوښتل شوي چې دا ټول لينک کليکاږلو سره اوريدلی شئ.
—————————————————————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


