زيک افريدي اسټراليا کې کنسرټ ورکوي

Zeek Afridi and Gul Parna

Zeek Afridi and Gul Parna Source: No Limit Communication

له زيک افريدي سره د اس بي اس پښتو خپرونې ځانګړې مرکه


زيک افريدي چې د پښتو يو له نامتو سندرغاړو څخه دی پدې وروستيو کې اسټراليا ته سفر درلود.

ښاغلي افريدي اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې وويل چې دا سفر يې يوازې له ملګرو سره ليده کاته لپاره وه ولې راتلونکې کې غواړي له ګل پاڼې سره يوزای اسټراليا کې کانسرټ ورکړي.

زيک افريدي سندرو تر څنګ د موسيقی او ويډيو جوړولو کمپنۍ هم لري او پدې وروستيو کې يې مارکيټ ته نوی پښتو سندرې له ځانګړو ويډيو ګانو سره وړاندې کړي چې لږ وخت کې د ميليونو په شمير خلکو يوټوب له لارې دا سندرې ليدلي.

د افريدي په وينا باهر ميشته پښتنو کې د لويو غونډو او کانسترټو جوړوونکو نه شتون له وجې پښتانه سندرغاړي باهر هيوادو کې کنسرټونه نه ورکوي.

له ښاغلي زيک افريدي سره د ځانګړې مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now