څنګه يوه افغانه کورنۍ کابل انټرکانټينينټل هوټل کې طالب بريدګر سره خبرو وروسته ژوندۍ پاتې شوه؟

Nadia Khwaja with her family at Kabul Intercontinental Hotel moments before the attack

Nadia Khwaja with her family at Kabul Intercontinental Hotel moments before the attack Source: Khwaja Family

ځانګړې مرکه: څنګه يوه افغانه کورنۍ د طالب بريدګر له لاسه ژوندۍ پاتې شوه


ناديه خواجه سره د دوو لورګانو پس له اوو کلونو افغانستان ته سفر وکړ او هلته د خپلې لور فاريه واده مراسم يې خوښی سره ترسره کړل.

د فريه له واده څو ورځې وروسته ناديه او لورګانې يې خپلې کورنۍ سره انټرکانتينينټل هوټل کې شپې ډوډۍ لپاره دعوت شول.

ناديه او کورنۍ يې ډيرې د خوښې شيبې لرلې ځکه ژوندۍ افغاني موسيقي او د دوستانو خوږې کيسې وې.

ناڅاپه هوټل کې د ډزې غږ شو او ورپسې نورې ډزې شوې.. ناديه او کورنۍ يې په چيغو شول او هر يو کوښښ کاوه ميز لاندې ځان پټ کړي. همدا وخت وه چې طالب اورپکي ډوډۍ خوړو ځي کې خلک په مرميو ويشتل او ګڼ شمير يې ووژل حالت له ويرې ډک وو چيغې وې پر خلکو لار ورکه وه او ناديه سره د دوو لورګانو او کورنۍ يې د رستورانت په يوه کونج کې خپل د وژنې وار ته انتظار ويسته.

طالب اورپکې رستورانت کې غږ کړ چې افغانان څوک دي.. د ناديه کورنۍ غړي غږ کړ چې مونږ افغانان او مسلمانان يو..

د ناديه هغه شيبه ښه په ياده ده کله چې اورپکۍ ورته نږدې شو او ويويل چې ټيکری دې چيرې دی.. ناديه خواجه وويل چې ورک کړی مې دی او د سندرو ويلو ځي کې د وژل شوي کوم سړي کورتۍ پرته وه چې ده خپل پر سر واچوله او طالب ته يې عذر کاوه چې ما مه وژنه.

طالب چې کله خپل ټوپک ناديه او لورګانو پر لور ونيوه نو د ناديه خپل فهيم حکيم چې افغانستان کې ميشت مدني فعال دی طالب ته مخکې شو او ورته يې وويل چې مونږ مسلمانان يو او ښځو سره کار مه لره که څه کوي نو پر ما يې وکړه.

طالب فهيم وويشت ولې فهيم په اوږه ولګيد پريوته او ټپي شو.

وژل او ژوندي پاتي کيدل هرڅه د سترګو رپ سره ليدل کيدل او پريکړه کيده ولې همدې ډزو او منډو کې د طالب مخ بله خوا ته شو او پر ډزو بوخت شو چې ناديه لورګانې او کورنۍ يې يوې وړې تياره کوټې لور ته په منډه لاړل او مخکې يې ډير وژل شوي کسان پراته ول چې دوی د رڼا نه شتون له وجې پر همدو مړو غورځيدل.

ناديه لورګانې او کورنۍ يې همدې وړې کوټې کې پناه واخيسته او دريو ساعتو لپاره هماغه ځي پټ ول چې بيا افغان ځانګړو ځواکونو دوی وژغورل.

ناديه او لورګانې فريه او اريانا بيرته اسټراليا ته ورسيدل او خپلې کورنۍ سره داسې يوځای شول چې ګومان يې نه کاوه چې خپله کورنۍ به بيا وګوري.

د ناديه ماشومان او خاوند چې اسټراليا کې ول خپل کورنۍ هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ولاړل او احساساتو ډک هرکلی يې وشو.
Nadia Khwaja arrives in Sydney
Nadia Khwaja arrives in Sydney Source: SBS Pashto
ناديه له اسټراليا او نړۍ څخه غواړي چې له افغانانو سره دې مرسته وکړي او هغه افغانان چې نورو ځايون کې پناه اخلي هغوی دې بيرته افغانستان ته نه استوي ځکه افغانستان کې د هغوی ژوند خطر کې دی او دوی وژل کيږي.

ناديه خواجه خپل د سترګو بشپړ حال له اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې شريک کړی چې دا ټوله کيسه تاسې پدې مرکه کې اوريدلی شئ.

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service