ځانګړې مرکه: راشد خان د محمد نبي پر وړاندې لوبه کې مراعت نه کوي

Rashid Khan while playing against Sydney Thunder

Rashid Khan while playing against Sydney Thunder Source: Adelaide Strikers

راشد خان له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې ويلي چې محمد نبي پر وړاندې راتلونکې لوبې ته ډير افغانان په تمه دي او دی به توپ اچوونې وخت کې له چا سره نرمې ونه ښايي.


راشد خان چې دا مهال د اسټراليا بيګ باش کې اډيليډ سټرايکرز ته لوبيږي پرون شپه يې لومړۍ لوبه وکړه او د خپل لوبډلې لخوا ورته د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ هم ورکړل شوه.

راشد خان تيرې شپې لوبې کې دا ثابته کړه چې د نړۍ هر ډګر کې د هغه توپ اوچونه ځانګړتيا لري او تل ريکارډ جوړوونکی دی.

راشد خان چې په کوم لوبغالي کې لوبه وکړه په هماغه لوبغالې کې مو يوه ورځ مخکې ورسره ځانګړې مرکه وکړه.

راشد خان وايي چې ژوند يې ډير بوخت دی او حتی تيرو ۸ مياشتو کې يې يوازې څلور ورځې له کورنۍ سره تيرې کړي ولې ښاغلی وايي چې دی همدا قرباني ورکوي ترڅو خپله لاسته راوړنه بيرته افغانستان کې نوي نسل ته وليږدوي.

راشد خان لوبډله په جنوری مياشت کې د محمد نبي لوبډلې خلاف لوبه ترسره کوي چې دواړه افغان لوبغاړي به له يو بل سره مخ کيږي، ولې داچې ايا دواړه لوبغاړي به په لوبغالي کې د يو بل مراعت وکړي او که نه راشد خان په مرکه کې يې ځواب ورکړی.

له راشد خان سره دا تازه او له معلوماتو ډکه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now