په افغانستان کې هر کال نږدې ۳۵ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه کيږي

An Afghan child in an IDP camp in downtown Kabul, Afghanistan

An Afghan child in an IDP camp in downtown Kabul, Afghanistan Source: AAP

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د فقر او بیوزلۍ له امله د ماشومانو د وضعیت په اړه اندیښتو زور اخیستی او نړيوالې مرستندويې ادارې د بشري ناورين خبرداری ورکوي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په خپل یو راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل چې ممکن دغه ناروغۍ راتلوونکی کال په دې هېواد کې د څه باندې یو میلیون ماشومانو ژوند واخلي.

یونیسف په خپل دې راپور کې ماشومانو ته لاس رسی یو جدي اړتیا بللې او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي و چې د روان کال تر وروستیو به تر پنځه کلنۍ کم عمره ۳.۲ ممکن په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

اخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر له اس بی اس راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې په ټولیزه توګه له پنځو کلونو کم عمره ۳.۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې 2.2 میلیونه يې په متوسطه او یو میلیون هغه يې له شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګریوان دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې په مجموعي توګه د هغو ۷۵ زره ماشومانو له ډلې چې په کلنی ډول په دې هېواد کې د بیلابیلو دلایلو له امله مړه کیږي یواځې ۴۵ سلنه يې خوارځواکه ماشومان جوړوي.

بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now