پاکستان کې د ښځو حقونو مدافعين وايي چې ښځو لپاره کاري چاپيريال کې تر ټولو لويه ستونزه جنسي ځورونه ده.
پاکستان کې د بيلابيلو ګوندونو غړو او د ښځو حقونو مدافعينو يوه خبري غونډه وکړه په کوم ک چې د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې او نا برابر کاري حقونو لپاره يې غږ پورته کړ.
د چارواکو په وينا لا اوس هم د پاکستان په ځينو کاري ادارې کې له ښځو ناوړه جنسي ګټې پورته کولو کوښښ کيږي او دا کار د ښځو يو له سترو ستونزو ګڼل کيږي.
ځيني ښځينه کار کوونکي وايي چې دوی ته د سړو پر پرتله لږه تنخوا ورکول کيږي او هم ځيني وخت له روانې فشار سره مخ کيږي.
اسلام ګل افريدي له چارواکو او هم ښځينه کار کوونکو سره خبرې کړي چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.






