د پشتون ژغورنې غورځنک او ځينو قبايلي مشرانو جرګه کې څه وويل شول؟

PTM hold first round of talks with tribal jirga

PTM hold first round of talks with tribal jirga Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

د پشتون ژغورنې غورځنک د حکومت په غوښتنه د هغې قبايلي جرګې سره خبرو لپاره لبيک ووايه او لومړی ناسته يې ترسره کړه.


لومړۍ غونډه د حاجی شاګل کور کې چې قومي مشر او د خيبر اجنسی MNA دی جوړه شوه.

يادې ناستې کې د خيبر اجنسی ځينې قومي مشرانو او د پشتون ژغورنې غورځنګ ځينو غړو ګډون کړی وه.

PTM holds first wound of talks with Tribal jirga
PTM holds first wound of talks with Tribal jirga Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

دواړو لوري موافقه وکړه چې د خبرو اترو بهیر به دوام ومومي.

ځینې رپوټونه بيا وايي چې جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو ورځو غوښتنه کړې چې ترڅو ددوی يوه نماينده کميټي جوړه او جرګې سره خبرې پيل کړي ولې بيا د ياد غورځنګ غړي منظور پشتين ويلي چې د دوو ورځو خبر کره نده او دوی لا ډير وخت ته اړتيا لري ترڅو د پښتنو ميشتو سيمو څخه وړ استازې يادې جرګې لپاره وټاکي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدی يادې جرګې کې وه او يو رپوټ يې چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now