د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې د فدرال پارلمان مخې ته د اسټراليا له بيلابيلو ښارونو څخه راغلو هغو افغانانو چې پخوا يې افغانستان کې له اسټراليايي ځواکونو سره کار کړی وه مظاهره وکړه.
دوی له حکومت څخه وغوښتل چې هغو کسانو ته بايد خونديتوب او پناه ورکړل شي چې دا مهال له ستر خطر سره مخ دي.
د مظاهرې شعارونه " زمونږ ژوند وژغورئ" او " مونږ مه هيروئ" ول او د اسټراليايي ځواکونو پخوانيو کار کوونکو او د هغوی کورنيو خونديتوب غوښتنه وشوه.

د مظاهرې يو له تنظيم کوونکو څخه راز محمد وه چې نوموړی په اسټراليا کې د افغان ملي ټولنې مشري هم په غاړه لري .
ښاغلي له اس بي اس سره په خبرو کې وويل، ژباړونکو خپل ژوند خطر کې اچولو سره له اسټراليايانو سره مرسته کړې او دوی ته بايد د اسټراليا حکومت پناه او خونديتوب ورکړي.
ښاغلی وايي، د اسټراليا حکومت په اعلاميو کې ډير څه ويلي ولې ژباړونکي دې لپاره راوتلي ترڅو عملي ګامونه وګوري.
څه موده وړاندې د اسټراليا حکومت افغانانو لپاره د ۱۵۰۰ ويزو اعلان وکړ چې دا ويزې راتلونکو څلورو کلونو کې ورکول کيږي.
اعلان شوو ويزو څخه ۱۰۰۰۰ يې بشري ويزې او ۵۰۰۰ بيا کورنيو غړو يوځای کيدو لپاره ځانګړي شوي.
د حکومت د ويزو اعلان بيا د ډيرو مدافعينو له نيوکو سره مخ شوی او ويل شوي چې د افغانستان ستونزو ته په کتو اعلان شوې ويزې بسنه نه کوي.
جنوبې اسټراليا کې ميشت د يوې ټولنې مشر او پخوانی ژباړونکی سمندر خان صديقي وايي، يو لړ غوښتنې يې ليک له لارې د اسټراليا پارلمان ته وسپارلې او هيله لري چې ورته مثبت ځواب ترلاسه کړي.
د مظاهره کوونکو له ډلې څخه راز محمد او سمندر خان صديقي مرکې واورئ.





