Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

حشمت سحر: اسټراليا کې د پښتنو له خپل ژبې او هنر سره مينې حيران کړم

2F6A6394.JPG

حشمت سحر په د اسټراليا سيډني ښار کې کنسرټ وړاندې کوي

د پښتو نامتو سندرغاړی حشمت سحر د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې کنسرټونه ورکوي.


خپور شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د پښتو نامتو سندرغاړی حشمت سحر د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې کنسرټونه ورکوي.


اسټراليا د زرګونو پښتنو کور دی او خت نا وخته پښتانه سندرغاړي له بيلابيلو هيوادونو څخه دغه هيواد ته سفر کوي ترڅو ميشتو پښتنو ته موسيقی کنسرټونه وړاندې کړي.

د کوچني اختر رارسيدو سره د پښتونخوا نامتو سندرغاړي حشمت سحر اسټراليا ته مخه کړه او په دوو لويو ښارونو کې يې سلګونو پښتنو ته يو لړ کنسرټونه وړاندې کړل.

د ښاغلي حمشت سحر د کنسرټونو پيل له ملبورن ښار څخه وشو چيرې چې د اختر او نوروز تر نامه لاندې جوړ شوي پروګرام کې ښاغلي کنسرټ وړاندې کړ.

له هغه وروسته د می مياشت په ۵ نيټه بيا د اسټراليا بل لوی ښار سيډني د ښاغلي سحر کوربه وو او د پښتنو اختر ميلې تر نامه لاندې په يو ستر پروګرام کې ښاغلي سحر کنسرټ وړاندې کړ.

اس بي اس سره خبرو پر مهال ښاغلي سحر وويل، دا ورته د حيرانتيا خبر ده چې سره د دومره بوختيا، اسټراليا کې پښتانه د هغه کنسرټونو کې په پراخ شمير ګډون وکړ او دا ښايي چې پښتانه له خپل کلتور او هنر سره ډيره مينه لري.

د ښاغلي حشمت سحر راتلونکی کنسرټ چې د غزل شبې تر نامه لاندې جوړيږي په ملبورن ښار کې پر مخ اچول کيږي.

دا کنسرټ د می مياشت په ۱۴ نيټه ملبورن کې جوړيږي.

د ښاغلي سحر په وينا د کلتوري پروګرامونو او غونډو جوړيدو سره نسلونه له خپل کلتور او ريښو سره نښلول کيږي.

لا ډير نور په بشپړه مرکه کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now