د پاکستان حکومت په پام کې لري چې د طالبانو له مشرتابه ملا هبت الله اخندزاده سره د خبرو په موخه افغانستان ته خپل یو پلاوی راولیږي.
د فرانسي خبري اژنس( فرانس پرس) د راونې اوونۍ د شنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ځانګړي سلاکار فیصل امین له قوله وویل، چې اسلام اباد د کابل ترڅنګ هم مهاله ایران ته هم یو پلاوی استوي.
د راپورونو له مخې پاکستاني پلاوی به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان طالبانو له مشرتابه ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري او له هغه څخه به وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان یا TPP د بریدونو مخنیوي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
پاکستان وروسته له هغه افغانستان ته د خپل پلاوی د را لیږلو پرېکړه کوي چې د تېرې اوونۍ د دوشنې په ورځ په پیښور ښار کې د پولیسو د یوه مرکز په جومات کې چاودنه وشو چې له امله لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله وواښته.
که څه هم معلومه نه ده چې پاکستاني پلاوی به کله افغانستان ته سفر کوي او ایا د افغان طالبانو له مشرتابه سره به يې لېدنه وشي او که نه؟ خو د چارو ځیني شنونکي د پاکستاني پلاوی د دې سفر په اړه ویشلي نظرونه لري.
له دې ډلې د سیاسي چارو شنونکي فضل الرحمن اوریا اس بي اس راډیو ته وویل، پاکستان په ژور سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران کې ښکیل دی چې دغه بحران د پاکستان بهرني او کورني سیاست او حکومت لاس او پښې ورتړلي دي.
نوموړي وویل، فکر نه کوي چې افغان طالبان دې په دې برخه کې د پاکستان حکومت سره مرسته وکولای شي، ځکه د افغان طالبانو په وس کې پرته له منځګریتوب بل هېڅ هم نشته.
د چارو خینې نور شنونکي بیا وايي، چې پاکستان افغانستان ته د خپل پلاوی په لیږلو سره غواړي نړۍ ته دا ثابته کړي چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي او پاکستاني طالبان ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې د افغان طالبان ملاتړ له ځان سره لري.
لا ډير نور په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.
——————————————————————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې
ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.
تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.




