افغانستان کې هندوان او سيکهان وايي افغانان دي ولې خلک يې کافرو په نوم ځوروي

Afghan Sikh

Afghan Sikh Source: YouTube

افغانستان کې د لږکيو له ډلې څخه سيکهان او هندوان په ټولنه کې لدوی سره د ناوړه چلند څخه سر ټکوي او وايي چې دوی افغانان دي او د افغانستان تذکره لري ولې سره لدې يې هم خلک حق خوري او د کافر يا بل نوم باندې ځورول کيږي.


د افغانستان هندوان او سکان د دوی په وړاندې له ټولنیز او مذهبي تبیض شکایت لري.

دوی وايي، هغه ستونزو چې په حکومت پورې تړاو درلود اوس هوارې شوي او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ورته ډېره پاملرنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د یادې ستونزې د هواري په هدف  باید د خلکو عامه پوهاوی لوړ او دولت ورته په بیلابیلو برخو کې د یو شمېر امتیازونو په ورکولو سره ځانګړې پاملرنه وکړي.

افغانستان کې پاتې سيکهان وايي چې د ټولنې له ناوړه چلند له وجې ډير شمير سيکهانو افغانستان پريښی ولې اود يوزې د ۵۰۰ په شاوخوا کې افغانستان کې پاتي ولې دوی هم د ژوند له کړاوونو سره مخ دي او ورسره زياتی کيږي.

ناجيه صاپۍ بشپړ رپوټ لري او د هغو سيکهانو هندوانو غږونه يې راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now