د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد "ص" چې د زده کړې ډير خوښوونکې وه او پر نر او ښځه يې زده کړه فرض کړی وه ولې له بده مرغه لا اوس هم ځينې مسلمانان د ناوړه دودونو له مخه د اسلام ستر پيغمبر دا وينا او تګلاره له پامه غورځوي او د زده کړې خلاف دي.
د پښتنو ميشتې سيمې کې يوه ميرمن چې عزيزه خان نوميږې د بدو دودونو ښکار وه او د ژوند تيارو کې يې د خپلې قبيلې دود سره ژوند کاوه ولې ډيره مينه يې زده کړې سره وه او غوښتل يې چې خپل ارمان ته ورسيږي.
عزيزه خان له يو ډير پيچلي او ګران سفر وروسته خپل ارمان ته ورسيده او د اغلې خاوند او کورنۍ دده زده کړې خلاف وه ولې دې چې خپلې کورنې څخه پټ سبق وايه اوس هماغه کورنۍ پر هغې وياړي.
عزيزه خان وتوانيده چې خپل کورنۍ او قبيلې کې ستر بدلون رامينځته کړي او د هغوی زړونه او سوچ بدل کړي.
اغلې عزيزه خان سره مو ځانګړې مرکه کړې او د هغې دا حيرانوونکې کيسه مو راخيستې چې تاسې کولی چې د همدې مطلب په کليکاږلو سره د اغلې د سفر کيسه واورئ او هم يې له نورو دوستانو سره شريکه کړې تر څو نورو ته هم پند شي.



