څنګه يو پښتون ځوان د پښتنو تاريخي انقلاب رامينځته کړ؟

Manzoor Ahmad

Manzoor Ahmad Source: Manzoor Ahmad fb

د پښتنو تاريخي لاريون"پرلت" په اړه به خبر ياست او کيدای شي له هغه نوم سره هم اشنا اوسئ کوم چې خپلو د سترګو ليدلی حال يې پر يو تاريخي خوزښت بدل کړ او د بيدارۍ ناره يې پورته کړه.


هغه ځوان منظور احمد دی کوم چې  د پاکستان قبايلو اوسيدونکی دی او له کلونو راپديخوا يې د پښتنو د ژوند ناخوالي پر خپلو سترګو ليدلي او ده سره د نورو ملګرو يې تل دا هڅه کوله چې څنګه دا ناورين بند کړي او د پښتنو د حق ناره اوچته کړي.

منظور احمد هغه قبايلي پښتون ځوان دی کوم چې د پښتنو تر ټولو لوی خوزښت ته يې لار هواره کړه او نه يوازې داچې په پاکستان کې پښتانه د يوه چتر لاندې راټول شول بلکې ياد پرلت د نړۍ بيلابيلو هيوادو څخه د پښتنو ملاتړ هم ترلاسه کړ.

مونږ د همدې انقلابي ځوان منظور احمد سره ځانګړې مرکه کړې او د هغه ژوند او حق او عدالت مبارزې په اړه مو ترې پوښتنې کړي، تاسې له منظور احمد سره زمونږ د همکار اسلام ګل افريدي مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now