د افغانستان بشري ناورين حالت ته د نړۍ نورو هيوادونو په ګډون اسټراليا هم د زرګونو افغانانو خونديتوب ژمنه وکړه او اړمنو افغانانو ته يې راتلونکو ۴ کلونو موده کې ۳۱۵۰۰ ويزې ځانګړې کړې.
د تير کال اګست مياشت راهيسې اسټراليا ته ۶۵۰۰ افغانان بشري ويزو له لارې راغلي.
د اسټراليا ۳۱۵۰۰ بشري ويزو لپاره ۱۴۴۰۰۰ افغانانو د شاوخوا ۳۳ زره غوښتنليکونو له لارې غوښتنه کړې.
حقوقي چارو کار پوه او وکيل ښاغلي نظير داور سره يادې موضوع په اړه بشپړه مرکه شوې چې لا ډير نور اړين معلومات په مرکه کې اوريدلی شئ.



