سيدني ښار په جهيل کې ډوبيدو وروسته د دوو ماشومانو پلار فهيم وکيلي خپل ژوند له لاسه ورکړ

Fahim Wakili

Source: Supplied

د اسټراليا سيدني ښار په جهيل کې يو افغان خپل د زوی توپ پسې اوبو ته ښکته کيدو وروسته ډوب شو.


فهيم وکيلي چې ۲۸ کاله يې عمر درلود شاوخوا ۱۲ کاله وړاندې اسټراليا ته راغلی او د دوه ماشومانو پلار وه.

نوموړی خپل کورنۍ سره Mount Annan کې د يانديلورا جهيل سره نږدې سيل لپاره تللی وه چې يوې غميزې پيښې وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ويل کيږي چې د مرحوم وکيلي د زوی توپ اوبو ته غورځيدو وروسته کله چې نوموړی کوښښ وکړ توپ له اوبو څخه بهر وباسي اوبو کې ډوب شو او خپل کورنۍ مخې ته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مايکل ليويچ د پيښې عيني شاهد چينل ۷ ته وويل، " ما اوبو کې هغه پسې ځان واچوه ولې يوازې مې پوکڼۍ وليدې او هغه اوبو کې ښکته او ډوب شو."

د وکيلي يو دوست يامور صادقي اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو کې وويل، وکيلي يو نيک شخص وه او ټول يې پر مړينې ډير خپه شول.

د وکيلي د کار ځای چې IKEA وه همکارانو يې نوموړي لپاره د پيسو مرستې راټولولو انلاين اکاونټ پرانيست چې تر اوسه له ۴۸ زره ډالر څخه ډيرې پيسې يې کورنۍ ته راټولې شوي.

۲۰۲۰ کال راهيسې په اسټراليا کې له ۳۰۰ ډير کسان اوبو کې ډوب شوي چې ډير يې مهاجر يا اسټراليا ته نوي راغلي کسان ول.

د اسټراليا اوبو خطر په اړه بيلابيل پروګرامونه او هم انلاين له لارې معلومات شتون لري او اوبو خطر باندې ځان پوه کولو سره تاسې خپل او کورنۍ ژوند ژغورلی شئ.

تاسې د فهيم وکيلي دوس يامور صادقي بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now