افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې تر یوې مودې بانګي سیسټم په ټپه ودرېد او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شول، خو وروسته نړیوالې ټولنې بشري مرستي پیل کړي.
نړیواله ټولنې له تېرو څو مېاشتو راهیسې نږدې هر اوونۍ افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو کڅوړې رالیږي تر څو په دغه هېواد کې د هغو افغانانو لاسنیوی وشي چې دم کړۍ د لوږې او بې وزلې له کړاو سره مخ دي.
نړیواله ټولنه دغه پیسې له افغانستان سره د بشرپالو مرستو په توګه په کابل کې یو سوداګریز بانک ته سپاري ترڅو ددې سازمان بنسټونه ترې استفاده وکړي او طالبان ورته لاسرسی ونه لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانګ چې هر ځل افغانستان ته ددغو بشري مرستو د رسیدو پخلي کړی یواځې په فبرورۍ میاشت کې د لږ تر لږه څلورو ورته کڅوړو د رسېدو خبر ورکړ چې دا اندازه ۱۶۰ میلیونه ډالره کېده.
ددغه بانک د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ددغو نغدي مرستو ټوټال کچه اوس وخت کې له دوه میلیارد ډالرو نه اوښتې ده.
دا چې ددغو مرستو موثریت په څه کې دی او دغه ډول مرستې د افغانانو پر ژوند او د افغانیو د ثبات ساتلو په برخه کې څومره ګټورې دي؟ د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهانو او چارواکو غږونه لرو چې دا ټول پدې بشپړ تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.




